1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران او عراق د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا

f9005b30-c25d-48e7-abbc-9209c424f313
15 Nov 2020

ایران او عراق په بیلابیلو برخو او په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ په کچه په امنیت يبرخه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

 

د ایران د ملي امنیت د لویې شورا منشي، علي شمخاني په تهران کې د عراق د دفاع له وزیر سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

ایراني چارواکو د آسیا په لویدیځ سیمه کې د امریکا د حضور موخه، د هیوادونو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کیدل او د نښتو ډیریدل په ګوته کړ ي دي.

د عراق د دفاع وزیر په دې لیدنه کې په خپل هیواد کې د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د ایران د هراړخیزو مرستو او ملاتړ د ستاینې ترڅنګ، د دې همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د ایران د پوځ لوی درستیز، په نږدې راتلونکي کې د ایران او عراق ترمنځ د پوځي همکاریو د سند د لاسلیک خبر ورکړ.