1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید

ظریف-و-لاوروف
21 Jul 2020

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د هسته یي هوکړه لیک اړوند خبرې وکړې.

په مسکو کې د ایران سفیر ویلي چې محمد جواد ظریف نن درې نۍ (جولای۲۱)، په تیرو شپږو میاشتو کې مسکو ته په خپل درییم سفر کې له خپل روسي سیال سرګیې لاوروف سره په دوه اړخیزو مسایلو او په ځانګړې توګه په برجام او د سیمې او نړۍ په وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.

همداراز ویل کیږي چې ظریف په دې سفر کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني پیغام هم وړاندې کوي.

د روسیې او ایران ولسمشرانو تیره اوونۍ د برجام اړوند ټلفوني خبرې لرلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې هغه تیره ورځ په عراق کې د دې هیواد له چارواکو سره د سیمې د حالت اړوند هم لیدنې درلودې.