1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران د دفاع وزیر: له روسیې او چین سره مو مهمې تسلیحاتي هوکړې کړي

وزیر-دفاع-ایران
20 Oct 2020

ایران له روسیې او چین سره د مهمو وسلو پر سر هوکړې ته رسیدلی دی.

د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي له الجزیره شبکې سره په مرکه کې له دې دوو هیوادونو سره د پوځي سیسټمونو پر نوي کیدو او د یران هوایي ځواکونو پر سمبال مهمې هوکړو ته له رسید خبر روکړ.

ښاغلی حاتمي ددې په ویلو سره چې ایران په سیمه کې د وسله والې سیالۍ په لټه دی وایي چې د وسله ییزو بندیځونو په لیرې کیدو سره دا هیواد کولای شي د خپلې د اړتیا وړ وسلې جوړې او نورو هیوادونو ته یې واستوي.

د ایران د دفاع وزیر همدا راز اعلان وکړ چې په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ټینګښت لپاره دا هیواد د فارس خلیج د څنډو له هیوادونو سره د پوځي او امنیتي هوکړه لیکونو لاسلیک ته چمتو دی.

مخکې له دې د روسیې دبهرنیو چارو وزیر له ایران سره په بیلابیلو برخو او په تیره بیا پوځي او تخنیکي څانګو کې د څو اړخیزه همکاریو پر پراختیا او دوام ټینګار کړی وو.