د ایران ښاریان سبا جمعه د ولسمشریزو ټاکنو په دیارلسم پړاو کې د ګډون لپاره د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هیواد ولس ته په خطاب کې وویل چې په دې ملي بهیر کې پراخ ګډون او د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره، پرې نږدي چې د هیواد دښمنان یې بریالي او هیلې یې رښتینې شي.
هغه د خپل هیواد له چارواکو سره په ناسته کې سبا یوه ډيره مهمه ورځ وبلله او ټینګار یې وکړ چې ولسمشر وکولای شي د کورنیو ستونزو د هواري او نړیوالو مسایلو اړوند له ډیر توان سره کار وکړي.
له بلې خوا په یوه بل ګزارش کې راغلي چې له اوو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو دوه تنه د ابراهیم رییسي په ګټه له نوماندۍ لاس په سر شوي او یو بل نوماند په ټاکنو کې له ګډون څخه لاس په سر شوی دی.