د بحرین پادشاهۍ دیوان په یوې بیانیه کې په امریکا کې په یوه روغتون کې د خلیفه بن سلمان د مړینې خبر ورکړی او ویلي چې د جنازې او خاورو سپارلو مراسم به یې منامې ته د هغه د مړي د راوړلو او د نږدې خپلوانو د حضور وروسته ترسره شي.
د بحرین پادشاه د لومړي وزیر د مړینې په لړ کې، یوه اوونۍ ټولیز ویر او په دولتي بنسټونو کې درې ورځې رخصتي اعلان کړه.
۸۵ کلن خلیفه بن سلمان له ۱۹۷۰ کال څخه تر نیمې پیړۍ د بحرین د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.
هغه تیره ورځ له روغتون څخه په پیغام کې د فلسطیني ادارې د تشکیلاتو مشر ته، د صائب عریقات د مړینې له کبله تسلیت ووایه.
د نړۍ یو شمیر مشرانو د بحرین د لومړي وزیر د مړینې له کبله د دې هیواد دولت او ولس ته د داډګیرنې مراتب وړاندې کړي.