د جامع برنامې یا برجام ډیري غړي هیوادونه، دې هسته یي هوکړې ته د هیڅ مخ آړ پرته د امریکا د ستنیدو غوښتونکي دي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د چین استازي د امریکا د پایبندۍ او له ایران سره هسته یي هوکړې ته د دې هیواد د قید او شرط پرته ستنیدو غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران استازي هم یو ځل بیا د برجام اړوند د هر ډول خبرو لپاره وړاندیزونه د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پرخلاف او د نه منلو بللي.
د برجام د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مجازي ناسته کې چې دوه ورځې مخکې وشوه، د برجام د ساتنې او په دې تړاو د خبرو د دوام په اړتیا ټینګار وکړ.