روسیه پر برجام د بیا کتنې مخالفه ده او د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو پر وړاندې د ایران کلک ملاتړ کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف د یوې نۍ په ورځ د ایران پر وړاندې د بندیزونو لګول رغنده ونه بلل او ویې ویل، د امریکا په سیاسي دستګاه کې داسې خلک شته چې غواړي له دې هیواد سره هسته يي هوکړه له منځه ولاړه شي.
ښاغلی لاوروف ډاډ ورکوي چې ایران تل په برجام کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په خپلو ژمنو عمل کړی دی.
هغه د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د مسکو او تهران په هڅو ټینګار وکړ او د ناقانونه بندیزونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د شانګهای د غړو هیوادونو د ګډې کاري ډلې د جوړیدو خبر ورکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران د هسته یي دانشمند، محسن فخري زاده وژل کیدل، په سیمه کې د نه ټیکاو د رامنځته کیدو په موخه وباله.