د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو، له ونزویلا سره د ترکیې د اړیکو د پیل په اویاییمه کلیزه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه کاراکاس ته سفر وکړ.
د ترکیې د بهرنیو اچرو وزیر په دې سفر کې، د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو، بهرنیو چارو وزیر او د دې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دی.
چاووش اوغلو له ونزویلایي چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې هیڅ بندیز، فشار او پیچلي شرایط نشي کولای د انقرې او کاراکاس ترمنځ د اړیکو او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې مخنیوی وکړي.
ویل شوي چې دواړه هیوادونه د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو په هڅه دي چې دا شمیر د ۲۰۱۹ کال ترپایه، به کال کې ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسید.
دواړو هیوادونو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې چې پر بنسټ یې، ترکیې ته اجازه ورکوي چې په ونزویلا کې د روغتون او د کرونا ویروس پر وړاندې دم بارزې لپاره تجهیزات ولیږدوي.