1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ترکیې د سویل په ځنګلونو کې اورلګیدنې

6777844_823
31 Jul 2021

د ترکیې ولسمشر د ځنګلونو اورلګیدنه سراسري ناورین اعلان کړی.

رجب طیب اردوغان د اورلګیدنې د مخنیوي او زیانمنو ته د رسیدنې لپاره د لازمو ګامونو د اوچتیدو سپارښتنه کړې او ویلي چې په دې برخه کې څیړنې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

ویل کیږي چې د درییو ورځو وروسته لا هم د ترکیې، روسیې، اوکرایین، یونان، فرانسې او آذربایجان اوروژونکې ډلې په ګډه د الوتکو په ګټنې د دې اورلګیدنې د مخنیوي په هڅه دي.

سرچینو د ۶ تنو د مړینې، د نږدې ۲۰۰ تنو د ټپي کیدو او په سیلانیزو سیمو کې د کلیو او هوټلونو د تشولو خبر ورکړی دی.

اروپایي ټولنې او یو شمیر هیوادونو له دې پيښې د اندیښنې ښودلو سره، د ترکیې له دولت سره د مرستو لپاره د چمتووالي اعلان کړی.

د ګزارشونو پر بنسټ، په وروستیو ورځو کې د هوا د تودوښې کچې له ۴۰ درجو څخه لوړیدو وروسته، د ترکیې په ځنګلونو کې دا اورلګیدنه شوې ده.