امریکا د ترکیې له لورې د اس۴۰۰ روسي توغندیو ازمیښت د واشنګټن-انقرې د اړیکو پرخلاف بللی دی.
پنټاګون ویلي چې د اس۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم ازمیښت اړوند د ترکیې دا ګام به د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره جدي عواقب له ځانه سره ولري.
د امریکا د دفاع وزارت په یوې بیانیه کې، د انقرې دا ګام غندلی او دا یې د امریکا او ناټو د متحد په توګه د ترکیې د ژمنو خلاف بللي.
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې له دې اعلان کړی چې له روسیې څخه د اس۴۰۰ دفاعي هوایي سیسټم پیرلو او ازمیښت اړوند یې له امریکا سره هیڅ راز خبرې او سلاوې نه کوي.
ترکیې د اس۴۰۰ توغندیو د ترلاسه کولو وروسته، تیره پنځنۍ هغه وآزمایه.