د تونس د لومړي وزیر لیرې کیدو او د دې هیواد د پارلمان ځنډیدو لپاره د تونس د ولسمشر اقدام له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
په تونس کې یوشمیر سیاستوال هم همدا شان یوشمیر هیوادونو لکه ترکیې او لیبیا د قیس سعید ناڅاپه اقدام د سیاسي قانون د نظام پر وړاندې کودتا بللې ده.
خو د تونس ولسمشر په یوې ټلویزیوني وینا کې دا پریکړه له فساد او سیاسي کړکیچ څخه د تونس د ژغورنې لپاره بللې ده.
له دې سره هم مهاله، د تونس یو شمیر ښاریانو د ولسمشر د دې ګام په مخالفت کې پراخ لاریون وکړ او د دې هیواد د کارګرۍ ټولنې هم د دې پریکړې اړوند د بیړنۍ ناستې د جوړیدو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې سرچینو ویلي چې متحده امارات او سعودي عربستان د تونس ولسمشر ته په دې هیواد کې د کودتا د بریا په صورت کې د ۵ میلیارډ ډالري مرستې ژمنه کړې ده.