د ایران ولسمشر وایي چې تهران د فارس خلیج له ټولو هیوادونو سره د خبرو، هوکړې او ورورولۍ پر بنسټ اړیکو تکل لري.
حسن روحاني د قطر له امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټلفوني اړیکه کې په ټولو برخو او په ځانګړې توګه په سوداګریزو او اقتصادي د پیاوړتیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ودې او ژورتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ایران ولسمشر د دې په ویلو سره چې د سیمې هیوادونه کولای شي د ګاونډي او ورور په توګه خپلې ستونزې هوارې کړی، هیله ښودلې چې په نړیوالو اړیکو کې د وروستي اوښتون ته په کتو سره، د سیمې یو شمیر هیوادونو خصمانه سیاستونه شنډ او د سیمې دننه د هوکړې او خبرو زمینه برابره شي.
د قطر امیر هم د دوحې او تهران ترمنځ د اړیکو په ودې ټینګار کړی.