د روسیې او اوکراین ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره په پاریس ناسته کې د اوکراین په ختیځ کې دسولې ټینګښت په موخه لیدنه وکړه.
د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زلنسکی د(ډیسمبر ۹مه) د دوه نۍ په ورځ ولسمشرۍ ته د زلنسکي له رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په پاریس کې لیدنه وکړه.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې چې په ستره کچه او د فرانسې او آلمان د مشرانو په منځګړیتوب ترسره شوه،د ۲۰۱۹ زیږدیز کال تر پایه د اوکراین په ختیځ کې د بشپړ اوربند په اجرایې کیدو هوکړه وکړه.
په دې څلور اړخیزه ناسته کې (روسیې،اوکراین،فرانسې ،آلمان) د ۲۰۲۰ زیږدیز کال وړاندې د بندیانو پر تبادلې او له جګړه ییزو سیمو د اوکرایني سرتیرو پر شاتګ هم بحثونه وشول.
کارپوهان،دا کتنه د اوکراین په ختیځ کې د پنځه کالنې شخړې پایته ورکونې په برخه کې مهم ګام وباله.
په دې لیدنه کې د آلمان لومړي وزیرې آنګلا مرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم حضور درلود.
ولادمیرپوټین له دې ناستې وروسته خبریالانو ته په یوې لنډه وینا کې د “نرماندی چهار” ناستې له ترسره کیدو خوښیې کړې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي