بریټانیا او روسیه په ګډه د کرونا واکسین د اغیزمن ترکیب پر سر د ګډ کار لپاره څیړنه کوي.
د دواړو هیوادونو پوهان په دې باور دي چې د روسیې او بریټانیا د دوو واکسینونو ترکیب کولای شي په کرونا ویروس د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د خلکو د بدن مقاومت لوړوالي ته مرسته وکړي.
د روسیې د پانګونې صندوق هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د بیلابیلو هیوادونو د پوهانو ترمنځ همکارۍ د ارزښت وړ بللي.
له بلې خوا د امریکا د خوړو او درملو سازمان، د امریکا او آلمان د پي فایزر او بي وان واکسینونو د ګټنې جواز ورکړ.
روسیې او بریټانیا تیره اوونۍ په خپلو وګړو د سراسري واکسین د پلي کولو بهیر پیل کړ.
تراوسه روسیه، چین، بریټانیا او امریکا د کرونا واکسین په جوړولو بریالي شوي خو د څیړنو او د روسي چارواکو د ادعاوو پر بنسټ، د روسیې سپوتنیک وي واکسین تر ټولو اغیزمن دی.
اوس مهال په نړۍ کې ۷۱ میلیون او ۵۵۰زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې منځه یو میلیون او ۶۰۰ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۵۰ میلیونه هم روغ شوي دي.