د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د هستوي انرژۍ درییم ګډ مرکز پرانیست.
کرملین ماڼۍ د ولادیمیر پوټین او رجب طیب اردوغان په حواله چې په یوه ګډ ویډیویي کنفرانس کې یې د دې مرکز په پرانیسته کې ګډون وکړ، اعلان کړی چې د آک کیو مرکز د دواړو هیوادونو د هوکړه لیک پر بنسټ جوړیږي او د ۴۸۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا به ولري.
د روسې ولسمشر په ۲۰۲۳ کال کې د دې مرکز د بشپړیدو خبر ورکړ او دا یې د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا او په ترکیه کې د اقتصادي ودې په برخه کې ګټور بللي دي.
ترکیې هم د اړتیا وړ بریښنا د تامین او د لسو زرو ډيرو ترکانو لپاره د کاري زمینو د برابریدو خبر ورکړی دی.
د روسیې د روس اټم شرکت په ۲۰۱۰ کال کې د هستوي بریښنا د دې مرکز د جوړیدو تړون له ترکي شرکتونو سره لاسلیک کړ.