ولادیمیر پوټین د سوریې د حالت د عادي کیدو په برخه کې د مسکو د هڅو په دوام ټینګار کړی دی.
د روسیې ولسمشر له خپل سوریایي سیال بشار اسد سره په ویډیویي اړیکه کې، په سوریې کې د سولې د ټینګیدو لپاره د استانې اغیزمن بهیر څخه ملاتړ کړی او ویلي چې په دې هیواد کې باید ترهګري له منځه یووړل شي.
پوټین اسد ته په خطاب کې، له دې هیواده د شپږ نیم میلیونه سوریاییانو بېځایه کیدو ګوتڅنډنې سره، د بیځایه شویو د نړیوال کنفرانس له جوړیدو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا ناسته به د دې شمیر کډوالو د ستنیدو لامل وګرځي.
د سوریې ولسمشر بشاراسد هم په دې ویډیویي اړیکه کې، ترهګري، بندیز او کلابند د کډوالو د ستنیدو پر وړاندې لوی خنډ بللی او د خپل دولت لومړیتوب یې، سوریې ته د کډوالو ستنیدل په ګوته کړي.
د روسیې ولسمشر همداراز په سوریې کې د انساني ناورین کچه لویه بللې خو ویلي چې مسکو په سوریه کې د حالت د عادي کیدو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.