د روسیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ټلفون له لارې په منځنۍ ختیځه کې دوامداره نښتو سکاله وڅيړله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلانپاڼه کې راغلي دي چې سرګي لاوروف او محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، په سیمه کې روانو جګړو سیاسي حل،د امنیت تضمین،ټیکاو او تلپاتې پرمختیا په تړاو د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه پړاویزو خبرو اترو له دوام څخه د مسکوــ دوحې ملاتړ اعلان کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړه لوریو همدا راز د روسیې ــ قطر ترمنځ اړیکو پراختیا لپاره د خبرو اترو پر دوام ټينګار کړی دی.
مخکې له دې د روسیې ولسمشر او د قطر امیر په خپلو دوه اړخیزو لیدنو کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی وو.