1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې د سمندري ځواک له دفاعي وړتیاوو د پوټین داډ

Russia
25 Jul 2021

د روسیې ولسمشر وایي چې د روسیې سمندري ځواک چې په پرمختللو پوځي وسلو سمبال دی، د دې هیواد د دفاع وړتیا لري.

ولادیمیر پوټین د سنت پترزبورګ بندري ښار کې د روسیې د سمندري ځواک د جوړیدو د ۳۲۵ کلسیزې په مناسبت وینا کې اعلان وکړ چې د ډاډمنې دفاع لپآره ټول تجهیزات شتون لري او دا ځواکونه د دې توان لري چې هر دښمن ته سخته ضربه ورکړي.

د روسیې ولسمشر ټینګار لري چې اوس مهال د هیواد ځواکونه یې په لنډه موده، د نړۍ پرمختللو سمندري ځواکونو ترمنځ ځانګړی ځای ترلاسه کړی دی.

ښاغلي پوټین ډاډ ورکړ چې په سمندري سیمو کې د روسیې د سمندري ځواک حضور تامین شوی دی.

روسیې د هند، ایران او پاکستان او ګڼو هیوادونو په حضور لوی سمندري پوځي تمرین پیل کړی دی.