په نړۍ کې له باوري علمي-روغتیایي مجلو، بریټانیایي لانسیټ مجلې، د سپوتنیک وي واکسین اغیزمنتیا پخلی کړی دی.
دې مجلې په یوې مقاله کې، پر ۲۰ زرو داوطلبه کسانو د پوهانو د څیړنو پایله خپره کړې چې د روسیې واکسین پرې آزمایل شوی او ویلي چې دا واکسین د لوړ کیفیت لرونکی، د هیڅ ډول جانبي خطر پرته، ۹۲ سلنه اغیزمنتیا لري.
د دې څیړنې پر بنسټ، د روسېې د کرونا ویروس، د تزریق ۲۱ ورځې وروسته د کرونا ناروغۍ کچه ټیټیږي.
همداراز د لندن د پوهنتونونو د ویروس پيژندنې څانګې پوهانو چې په دې څیړنه کې ونډه لرلې، اعلان یې کړی چې سپوتنیک واکسین د علمي ستندردونو پر بنسټ تولید شوی او کولای شي د کرونا ویروس پر وړاندې اغیزمن اوسي.
د روسیې د پانګونې صندوق اعلان کړی چې د سپوتنیک وي واکسین د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ د هیوادونو لیوالتیا په ډیریدو ده او مسکو د نړۍ ټولو هیوادونو ته د دې واکسین د ورکړې لپاره چمتو دی.
د ګزارشونو پر بنسټ، تراوسه د نړۍ ۱۶ هیوادونو د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د روسیې تولید شوی واکسین ترلاسه کړی دی.