د روسیې ولسمشر د اسراییل او فلسطین په جګړه ښکیلې غاړې د تاوتریخوالو دریدو ته وبلل.
ولادمیر پوټين په روسیه کې د بهرنیو سفیرانو په منځ کې د خپلو وینا په لړ کې توغندیزو بریدونو ډیریدو او ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې رسیدو ته په ګوتڅنډنې سره د تاوتریخوالو د پایته رسیدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د فلسطین او اسراییل ترمنځ خبرو اترو ته د لارې د هواریدو په موخه د فلسطین له استازو سره د مسکو له خبرې خبر ورکړ.
له بلې خوا د ترکیې ولسمشر، اسراییل د نړیوالو قوانینو په ماتولو تورن کړی او د قدس د حالت مدیریت لپاره یې د یوې درې اړخیزې کمېټې د جوړیدو غوښتنه کړې او له فلسطین څخه د ساتنې لپاره د انقرې له پوځي او سیاسي ملاتړ څخه ډاډ ورکوي.
د اردن پادشاه هم وايي چې د اسراییل ناوړه چلند به سیمه د کړکیچ په لور بوځي.
تر اوسه د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې د ۶۰ ماشومانو په ګډون ۲۲۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سل هاو نور ټپیان شوي دي.