1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، ولید معلم ومړ

773x435_cmsv2_5227b6d0-a80f-5ad3-ae93-12aa1be8845b-5131782
16 Nov 2020

د سوریې دولتي رسنیو نن سحار د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر، ولید معلم د مړینې خبر خپور کړ.

 

دا پخوانی سوریایي ډیپلوماټ، په سختو شرایطو کې د خپل هیواد د بهرني سیاست پازوال او له ۲۰۰۶ کاله راپدیخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وو.

هغه د دمشق دولت د همږۍ پرته د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره په خپل هیواد کې د هر ډول پوځي عملیاتو د پیل پر وړاندې مخالف وو.

د سوریې دولت چارواکو د دې هیواد د ۷۹ کلن بهرنیو چارو وزیر د مړینې اعلان ندی کړی، خو یو شمیر سرچینو ویلي چې ولید معلم د زړه ناروغي لرله.

سرچینو همداراز ویلي چې تمه ده د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، فیصل مقداد د ولید معلم ځایناستی شي.

ویل کیږي چې د هغه د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم به نن دوه نۍ ماښام د سوریې پلازمینې دمشق کې د چارواکو او بهرنیو ډیپلوماټانو په حضور ترسره شي.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو لکه ایران، عمان او روسیې د سوریې دولت او ولس ته د ولید معلم د مړینې له کبله د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړې دي.