1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سوریې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له دې هیواده بهر د رایې ورکولو پیل

3145350
20 May 2021

په بهرنیو هیوادونو کې میشتو سوریایانو نن د سوریې په سیاسي استازولیو کې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ.

د ګزارشونو پر بنسټ، له سوریې بهر د سوریایانو د رایې ورکولو بهیر نن سحار په سیمه ییز مهال ۷ بجې پیل او د ماښام تر اوو بجو به دوام ومومي.

په آسترالیا، جاپان، چین، مالیزیا، اندونیزیا، پاکستان، هند او یو شمیر نورو هیوادونو کې د سوریې وګړو په سفارتخونو او قنسولګریو کې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ.

په دې پړاو ټاکنو کې له سوسیالیست ګوند څخه عبدالله سلوم عبدالله او د بشاراسد کورنی مخالف محمود احمد مرعي په دې پړاو ټاکنو کې له اوسني ولسمشر سره سیالۍ کوي.

د سوریې ښاریانو ویلي چې د ځواک پیغام او په هیواد کې د سیاسي جوړښت د ملاتړ لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي.

تمه ده په سوریې کې ولسمشریزې ټاکنې د مې میاشتې په ۲۶ نیټه ترسره.