1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سوډان او اسراییل اړیکو عادي کیدو ته د فلسطین غبرګون

Abas
24 Oct 2020

محمود عباس، د سوډان او اسراییلو د اړیکو د عادي کیدو هوکړې غندلو ترڅنګ، دا ګام د عربي کنفرانسونو او د سولې د نوښت د پایلو پرخلاف وباله.

 

د فلسطیني ادارې مشر، په یوې بیانیه کې اعلان کړی چې هیڅ څوک حق نلري چې د فلسطین ولس او فلسطین آرمانونو په نوم خبرې وکړي.

عباس، د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا پریکړه لیک پر بنسټ د هر اړخیزې او عادلانه سولې ته رسیدل شوني بللي او ټینګار یې کړی چې د فلسطین مشرتابه د دې هیواد د خلکو د مشروع حقونو د ساتنې لپاره لازمینې پریکړې وکړي.

د فلسطیني ډلو مشرانو له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو اړوند د سوډان د ګام غندلو سره ټینګار وکړ: د سوډان واکمنانو له دې ګام سره د سوډان په تاریخ کې تر ټولو تیاره پاڼه ثبت کړه.

یو شمیر سوډاني ګوندونو او ښاریانو د پراخو لاریونونو ترسره کولو سره دا ګام غندلی او په دې برخه کې یې د مقاومت ټلوالې د جوړیدو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ د اړیکو د عادي کیدو لپاره د سوډان او اسراییلو د پریکړې خبر ورکړ.