د روسیې د پانګه اچونې صندوق اعلان وکړ چې له یوه ستر چیني شرکت سره د سپوټنیک وي څه باندې ۶۰۰ میلیونه دوزه واکسین تولید لپاره هوکړې ته رسیدلي دي.
د دې سازمان په ویناپاڼه کې راغلي دي چې تمه ده د چین او روسیې ترمنځ د واکسین د تولید بهیر د روان کال په مې میاشت کې په چین کې پیل شي.
مسکو وايي چې تر اوسه څو هیوادونو لکه ایران او آرجنټاین د سپوټنیک وي واکسین تولید لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د ګزارشونو پر بنسټ، روسیې نورو هیوادونو ته د دې واکسین د صادراتو او له روسیې بهر د تولید لپاره برنامه جوړه کړې او د نړۍ له ۵۰ ډیرو هیوادونو د دې واکسین د ۱.۲ میلیارده ډوزه د پيرلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.