مسکو اعلان کړی چې دا پوځي تمرین چې قفقاز-۲۰۲۰ نومیږي د شپږو ورځو لپاره د روسیې د پوځي ځواک د وړتیاوو د ارزونې به موخه پیل شوی.
د روسیې د دفاع وزارت په بیانیه کې راغلي چې په دې تمرین کې ۸۰زره روسي ځواکونه او د بلاروس، چین، ایران، پاکستان، ارمنستان او میانمار نږدې ۱۳زرو ځواکونه حضور لري.
دا تمرین چې د روسیې د قفقاز په سویلي او شمالي سیمو کې او د تورسیند او خزر سیند په اوبو کې پیل شوی، په هغه کې د روسیې وروستۍ پوځي وسلې او توکي چې ۶۰ جګړه ییزې الوتکې، ۳۰بیړۍ، ۲۵۰ ټانکونه، ۴۵۰ زغره وال موټرونه، ۲۰۰ توغندیز ضد سیستمونه او توغندي غورځوونکي هم شته دي.
د قفقاز-۲۰۲۰ ګډ پوځي تمرین د روسیې په کوربه توب او ۶ هیوادونو د ۱۳زرو پوځیانو په حضور د دوه نۍ به ورځ پیل شو او د راتلونکې اوونۍ تر پیلنې به روان وي.