1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فلسطین له خلکو د روسیې دوام لرونکی ملاتړ

پوتین-و-عباس
01 Dec 2020

روسیې په منځنۍ ختیځه کې د ناندرو حل لپاره د فسلطین له ولس څخه په تلپاتې ملاتړ او له دې هیواد څخه دوستانه اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

ولادمیرپوټين د فلسطین له ولس سره د یووالي نړیوالې ورځې په پار محمود عباس ته په یوه پیغام کې، د فلسطین خپلواک حکومت جوړښت څخه د روسیې ملاتړ او د دې هیواد خلکو ته د اقتصادي او ټولنیزو مرستو لپاره له چمتو والي خبر ورکړ.

پوټین یو ځل بیا ژمنه وکړه چې مسکو سوه ییز ژوند ته د لاس رسي لپاره د فلسطین له خلکو څخه ملاتړ او مرستو ته دوام ورکوي.

د روسیې ولسمشر د فلطسین خودګردان جوړښت له مشر سره په دې آنلاین خبرو کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ مخامخ خبرو اترو له ترسره کیدو ملاتړ وکړ.

یو شمیر نورو هیوادونو هم د نومبر ۲۹مې د فلسطین له ولس سره د یووالي په نړیوالې ورځ د فلسطین په بشپړې خپلواکۍ ټینګار وکړ.