1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فلسطین په اړه د قطر او بریټانیا هڅې

EjrKitNXYAAHLCI
07 Oct 2020

د قطر او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین د مسئلې په تړاو عادلانه حل لارې ته د رسیدو په اړتیا ټینګار وکړ.

 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له خپل بریټانیایي سیال دومینیک راب سره په لنډن کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوه اړخیزو همکاریو، د سیمې د بدلونونو او د دواړو هیوادونو مهمو سکالو پر سر خبرې وکړې.

د قطر او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لیدنه کې همداراز د نړیوالو پریکړه لیکونو پر بنسټ د فلسطین مسئلې ته د عادلانه حل لارې ته د لاسرسي په اړتیا او هغه تګلاره چې د ختیځ قدس په پلازمینۍ د فلسطین خپلواک هیواد د جوړیدو ډاډ ورکړي، ټینګار وکړ.

دواړو لوریو د پانګونې، اقتصاد او سیمه ییزو بدلونونو او ګډو مسایلو اړوند هم خبرې کړې دي.