روسیې د بشرپاله مرستو دویمه جوپه د قره باغ سیمې ته واستوله.
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د نویو ګیډیو په ګډون ۱۹ واګونونه د قره باغ غرنۍ سیمې کې تخلیه او تمه ده د دې سیمې خلکو ته وویشل شي.
مخکې له دې هم د روسیې د مرستو جوپه چې ودانیز توکي، خوراکي توکي او کالي په کې شامل وو، د جګړو زیانمنو کورنیو ته د روسیې د سوله ساتونکي ځواک له لورې وویشل شول.
د رویسې، آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوربند پر سر د هوکړې په لړ کې، د روسیې ځواکونه له دې اوربند څخه د څارنې لپاره په سیمه کې ځای پرځای شوي او تراوسه حالت د دې ځواکونو تر څار لاندی دی.