د روسیې او ترکیې ولسمشرانو په یوې ټلفوني اړیکه کې، د قره باغ مسلې د هواري لپآره د سیاسي بهیر په فعالیدو ټینګار کړی.
رجب طیب اردوغان، ولادیمیر پوټین ته ویلي چې انقره د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ ناندرې د تلپاتې هواري غوښتونکې ده.
دا ټلفوني اړیکه د ترکیې له لورې شوې او دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او په سوریې و لیبیا کې په روان حالت هم خبرې کړي.
کرملین ماڼۍ په یوې بیانیه کې ویلي، د روسیې ولسمشر له قره باغ په پوځي اقداماتو او د منځني ختیځ له سیمو د جنګیالیو حضور اړوند اندیښنه ښودلې او د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د وینې توییدنې د ژر پایته رسیدو او په دې تړاو یوې سوله ییزې حل لارې ته د دواړو هیوادونو د رسیدو غوښتنه کړې ده.
پوټین او اردوغان همداراز د مسکو په نساته کې د بشرپاله پخلاینې د څارنې په اړتیا ټینګار کړی.
ویل کیږي چې ترکیه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مینسک ډلې غړي په توګه، د دې نښتې په پایته رسیدو کې رغنده ونډه لرلې ده.