1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قره باغ پر اوربند د روسیې د څارنې له بهیر څخه د ارمنستان او آذربایجان رضایت

2511142
15 Nov 2020

د روسیې ولسمشر د قره باغ حالت اړوند د آذربایجان له ولسمشر او د ارمنستان له لومړي وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې.

 

د کرملین ماڼۍ د بیانېې پر بنسټ، په دې ټلفوني مرکه کې،  الهام علي اوف او نیکول پاشینیان په قره باغ سیمه کې پر اوربند د روسیې د څارنې اړوند د رضایت اعلان کړی او ویلي چې د اړیکې په کرښه کې حالت بشپړ کراره دی.

مخکې له دې د روسیې د دفاع وزارت ویاند هم په قره باغ کې د اوربند د ټینګ پاتې کیدو اعلان ترڅنګ، په سیمه کې د پولیسو د پلې ګرځیدو او د سولې د ساتنې په عملیاتو کې د ګډون لپاره د ځواکونو او درندو وسلو د استولو د دوام خبر ورکړی و.

همداراز ویل کیږي چې په سیم کې د روسیې د سولې ساتونکي ځواک میشیتیدو سره، د آذربایجان او ارمنستان لوریو د وژل شویو او اسیرانو د سپارلو بهیر پیل کړی دی.