1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د لویدیځې آفریقا په اوبو کې د ناقانونه کډوالو د یوې بیړۍ ډوبیدل

930143
07 Aug 2021

له۴۰ ډیرو ناقانونه کډوالو د لویدیځې افریقا په اوبو کې خپل ژوند بایللی دی.

د اسپانیا د کډوالۍ بنسټونو اعلان وکړ چې یوه مسافر وړونکې بیړۍ چې شاوخوا ۵۰ تنه یې د افریقا د لویدیځ سمندر څخه قناري جزیرې ته لیږدول، د سختو طوپانونو له کبله چپه شوې چې په پایله کې د ۳۰ میرمنو، ۸ ماشومانو او ۴ نارینه و په ګډون، ۴۲ مسافر ډوب شوي دي، خو د دې بیړۍ لس تنه مسافر بیا د کب نیونکو لخوا ژغورل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال په شپږو لومړیو میاشتو کې شاوخوا دوه زره کډوالو د سفرونو پر مهال د افریقا په لویدیځو سمندرونو کې خپل ژوند بایللی دی.