د سوډان ګوښه شوی ولسمشر د محکمې له لوري په لس کاله بند محکوم شو.
د سوډان د سزا محکمې نن دوه نۍ( ډیسمبر۱۴مه) په یوې ناسته کې په خپلې وروستې پریکړه کې،د دې هیواد ګوښه شوی ولسمشر په لس کاله بند محکوم کړ.
عمرالبشیر په داسي حال کې محکمې ته حاضر شو چې د هغه یو شمیر پلویانو د دې هیواد په پلازمینه خرطوم کې لاس په لاریون ووهه.
د هغه محکمه تر ټينګو امنیتي تابیاوو لاندې ترسره شوه.
ښاغلی البشیر د پیسو په پریولو،فساد او له ناقانوني لارې د شتمنیو په تر لاسه کولو تورن او له څو مودې را په دې خوا په بندخونه کې دی.
عمرالبشیر همدا شان تورن دی چې یوازی ۹۰ میلیونه ډالره یې له سعودي عربستان څخه باج اخستلی دی.
د عمرالبشیر محکمه په داسي حال کې پیل شوه چې وړاندې له دې(۲۰۱۹) په اپریل میاشت کې د هغه د دولت په سقوط سره سوډان د نا آرامیو او اعتراضونو شاهد وو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي