1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ملګرو ملتونو سازمان ټولیزې ناستې ته د پوټین وینا

1399070211411115321272794
23 Sep 2020

روسیه د بندیزونو لیرې کیدل د نړیوال اقتصاد د پیاوړتیا او د اوزګارتیا د کمیدو په برخه کې ارزښتمن وبلل.

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د ملګرو ملتونو سازمان ټولیزه ناسته کې په خپله مجازي وینا کې، همداراز له امنیت شورا وغوښتل چې د ټولو ولسونو لپاره د سولې او هوساینې د ټینګیدو په موخه د ټولو هیوادونو د ګټو په لور وخوځیږي.

پوټین د نړیوالو ناندرو او یو اړخیزو ګامونو د مخنیوي په موخه د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو د ویتو حق په ساتنې ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر د سولې د ساتنې، تلپاتې ودې او سیمه ییزو کړکیچونو په هواري کې د مرستې په برخه کې د ملګرو ملتونو ماموریت وستایه.

هغه همداراز وویل چې د کرونا ویروس واکسین باید په ټوله نړۍ کې د لاسرسي وړ وي او روسیه چمتو ده چې په دې برخه کې له ټولو هیوادونو سره مرسته وکړي او همداراز چمتو ده چې د ملګرو ملتونو سازمان داوطلبه کارکوونکو ته دا واکسین په وړیا ډول په واک کې ورکړي.