1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هندي سینما ستوری دیلیپ کومار ومړ

5f7d6df08e649
07 Jul 2021

د هندي سینما بالیووډ ستوری دیلیپ کومار چې له ډیرې مودې راپدیخوا د ناروغۍ په بستر پروت وو، په ۹۸ کلنۍ عمر د ممبيي ښار په یوه روغتون کې ومړ.

دیلیپ کومار په خپلې پنځه لسیزې ډیرو هنري فعالیتونو کې، له ۶۵ ډیرو فلمونو کې ونډه لرلې وه او هغه د افسانوي لوبغاړي په توګه یادیږی.

د ګزارشونو پر بنسټ، هغه له څو کلونو راپدیخوا ناروغ وو او څو مودې مخکې د سالنډۍ له کبله روغتون کې بستري شو.

د هند د سینما سترستوري، آمیتاب بچچن هم په یوه ټویټ کې لیکلي: یو بنسټ زمونږ له منځه ولاړ. د دیلیپ کومار نوم به د هند د سینما په تاریخ کې تلپاتې وي.

دیلیپ کومار چې اصلي نوم یې محمدیوسف خان دی، د ۱۹۲۲ کال د دسامبر په دولسمې نیټې په پيښور ښار کې زیږیدلی وو.

دیلیپ کومار په ۱۹۶۶ کال کې له سایره بانو سره چې ترې ۲۲ کاله کشره وه، واده وکړ. دواړو په درییو فلمونو کې سره کار هم کړی وو.

د هند او پاکستان لومړیو وزیرانو او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د هغه مړینه د سینما نړۍ لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.