1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټرامپ د محکمه کیدو په اړه نظر پوښتنې پایلې

thumbs_b_c_27ac4b63536ec22818283141f5baaab5
21 Jan 2020

د امریکا ۵۱ سلنه وګړو د سنا مجلس له لوري د دونالډټرامپ د محکمه او ګوښه کیدو څخه ملاتړ کړی دی.

د یوې نوې نظرپوښتنې پر بنسټ چې د سی ان ان شبکې له لوري خپره شوې یو شمیر زیات امریکایې وګړې په دې اند دي چې سناتوران باید ټرامپ محکمه او له واک څخه لری کړي.

څه باندې ۵۸ سلنه امریکایانو هم ویلي دي چې ټرامپ له واک او د ولسمشرۍ له واکونو څخه د سیاسي او شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه پورته کړې ده.

۴۵ سلنه ګډونوالو بیا په دې نظرپوښتنه کې د ټرامپ له محکمې سره مخالفت ښودلی او ۴ سلنه نورو بیا لید لوری نه درلود.

دا نظرپوښتنه په داسي حال کې خپریږي چې تمه ده نن په سنامجلس کې د دونالدټرامپ د محکمه کیدو بهیر په رسمي توګه پیل شي.