په پاکستان کې له یوې لارۍ سره د یوه مسافر وړونکي موټر ټکر په پایله کې څه باندې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان رسمي سرچینې وايي چې په د دې بس سورلۍ هغه کارګران وو چې د لوی اختر رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته ستنیدل چې د پنجاب ایالت پر لار یې موټر ټکر کړی دی.
د پاکستان د پولیسو په وینا، دا ترافیکي پیښه د بس موټر د ډیر سرعت له کبله رامنځته شوې چې په کې ۳۰ تنو ژوند بایللی او ۴۴ تنه هم ټپیان شوي دي.
خو د پیښې شاهدان وايي چې په پاکستان کې ډیری ترافیکي پیښې د واټونو د خراب حالت له کبله رامنځته کیږي.