1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پوټین او بایډن لومړۍ لیدنه

6894741
16 Jun 2021

د روسیې او امریکا ولسمشرانو نن د سویس په جنیوا ښار کې سره ولیدل.

ولادیمیر پوټین او جوبایډن نن جنیوا ښار ته رسیدو وروسته، په خپلې لومړنۍ لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ناندرو په هواري او مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

له دواړو لوریو سرچینو ویلي چې د دواړو هیوادونو مشران به د نږدې ۵ ګړیو لپاره د تګلاریز ټیکاو، له کرونا سره په مبارزې، له انټرنټی جرایمو سره په مبارزې، اقتصادي همکاریو، اقلیمي بدلون او سیمه ییزو او نړیوالو نښتو او ستونزو اړوند خبرې وکړي.

ویل شوي چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو مخکې له دې د سویس له ولسمشر سره هم لیدلي دي.

تمه ده چې بایډن او پوټین د خپلو اوږدو خبرو وروسته په یوې خبري ناسته کې د ناستې د پایلو اړوند خبرې وکړي.

د ګزارشونو پر بنسټ، نږدې دوه زره امنیتي سرتیري د جنیوا ښار د امنیت د ټینګښت لپاره مؤظف شوي او همداراز له درییو زرو ډیر خبریالان د نړۍ د دوو ځواکمنو مشرانو ناستې ته خبري پوښښ ورکوي.