د شانګهای د همکاریو سازمان غړو په خپلې شلمه ناسته کې مهمې سیمه ییزې او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او امنیتي سکالې تر څیړنو لاندې ونیولې.
دا ناسته د روسیې د ولسمشر په کوربه توب د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د غړو هیوادونو مشرانو په کې وینا وکړه.
د دې ناستې لومړني ویناوال ولادمیرپوټين، هیله مندي وښودله چې په قره باغ سیمه کې هوکړه د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل شي.
ښاغلي پوټین په دې ناسته کې همداراز له اوسني کړکیچ او په تیره بیا کرونا ویروس څخه د سیمې او نړۍ وتلو لپاره په بیلابیلو برخو کې د شانګهای د غړو هیوادونو د همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.
په دې ناسته کې د اتو هیوادونو مشرانو له هغې څخه روسیې، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او د څلورو څارونکو هیوادونو ایران، افغانستان، بلاروس او بلغارستان مشرانو وینا وکړه.