1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د چین له لورې د کرونا د دویم واکسین د ګټې د جواز ورکړه

57749896_303
02 Jun 2021

د روغتیا نړیوال سازمان د چین هیواد له لورې د کرونا دویم تولید شوي واکسین بیړنۍ ګټنه تایید کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان لوی منشي په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې د دوی څیړنو ښودلې چې د چین له لورې د دویم تولید شوي واکسین سینوواک اغیزې او کیفیت سل په سلو کې د کوویډ نوولس ناروغۍ په مخنیوي کې اغیزمن دی او له نړیوال ستندردونو سره هم برابر دی.

دا په نړۍ کې د کرونا اتم واکسین دی چې د دې سازمان له لورې د بیړنۍ ګټې جواز ترلاسه کوي.

د ګزارشونو پر بنسټ تراوسه په نړۍ کې یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون وګړو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

ویل کیږي چې چین د کرونا پر وړاندې د ډیرو واکسین شویو وګړو لرونکو هیوادونو په کتار کې راځي او د چین وروسته، امریکا، هند، روسیه، برازیل، بریټانیا، آلمان، فرانسه، ایټالیا، مکسیکو، ترکیه، اسپانیا، اندونیزیا او کاناډا په دې نوملړ کې شامل دي.