1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونایي بندیزونو د لګولو اړوند د ترکیې د ولسمشر سپارښتنه

thumbs_b2_08ada8f9426f08dc39f7a7fc1738fd39
18 Nov 2020

ترکیې د کرونا ویروس د بیا خپریدو د مخنیوي لپاره، په ټول هیواد کې بندیزونه لګولي دي.

 

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د کابینې د ناستې وروسته په یوې وینا کې، خلکو ته په خطاب کې د ټولنیزو بندیزونو او په ګڼې ګوڼې سیمو د بندیزونو د لګیدو خبر ورکړ او د کرونا پر وړاندې یې په جدي مبارزې ټینګار وکړ.

په ټوله ترکیه کې د نویو کرونایي بندیزونو پر بنسټ، د پیر او پلور مرکزونو فعالیتونه محدوده شوي او ښوونیز او روزنیز مرکزونه هم د روان زیږدیځ کال ترپایه په آنلاین بڼه خپلې زده کړې پرمخ وړي.

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په ترکیې کې د درې زره او ۸۲۰ نویو پيښو ثبتیدو او ۱۰۳ تنو مړینو ثبتیدو سره، په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۲۲زره او د مړو شمیر ۱۱ زره او ۷۰۵ تنو ته اوچت شو.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر له ۵۶ میلیونو اوښتی چې له دې منځه یو میلیون او ۳۴۶زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.