د نړۍ یو شمیر هیوادونو د کرونا ویروس د نوې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي اقدامات ترلاس لاندې نیولي.
د ګزارشونو پر بنسټ، چین د کوویډ-۱۹ د نوې بڼې پيژندنې وروسته له میلیونونو وګړو آزمیښت اخیستی او سلګونه زره تنه یې قرنطین کړي دي.
د فرانسې پارلمان هم تیره اونۍ د ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د دې هیواد د وګړو د واکسین د جبري کیدو قانون تصویب کړ چې د خلکو له سخت اعتراض سره هم مخامخ شو.
سعودي عربستان هم نن په ټولو عمومي ځایونو کې د خپلو وګړو لپاره د واکسیناسیون د قانون د اجباري کیدو خبر ورکړ.
د امریکا په فلوریدا ایالت کې هم د کرونا ویروس ۲۱زره نوې پيښې ثبت شوي او چارواکو د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د سختو تابیاوو د نیولو خبر کړې.
له بلې خوا رسمي شمیرنې ښيي چې تراوسه په ټوله نړۍ کې ۴ میلیارده او ۱۰۵ میلیونه ډوز واکسین تطبیق شوی دی.