په یونان کې د کډوالو په کمپ کې اورلګیدنې په پایله کې په لس هاو زره کسان بې کوره او دا کمپ په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو څانګې ویلي دي چې په دې پيښه کې یوې ښځې چې افغانه وه له خپل ماشوم سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نږدې ۲۰ نور هم سوځیدلي دي.
د یونان په لیسبون کې موریا کمپ د کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی او نږدې ۱۳ زره کډوالو چې ډیری یې له افغانستان او سوریې دي په کې ژوند کوي.
د اروپايي ټولنې کمېسیون له دې لویې اورلګیدنې وروسته په دې کمپ کې کډوالو په تیره بیا بې سرپرسته ماشومانو ملاتړ لپاره چمتو والی اعلان کړی او د یونان پلازمینې آتن ته یې د ۴۰۰ ماشومانو د لیږد سپارښتنه کړې.
ویل شوي دي د آلمان په ګډون ډيرۍ اروپایي هیوادونه د دې کمپ د کډوالو د منلو لپاره موظفه شوي دي.