د ملګرو ملتونو سازمان د ټولیزې غونډې غړو په یوې رایې ورکونه، د بشر حقونو د شورا د څوکیو لپاره نوي غړي وټاکل.
روسیه او کیوبا له مخالفت پرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې د غړیتوب لپاره وټاکل شول، خو چین د سیالیو پرمهال له ۱۳۰ رایو او د سعودي عربستان ماتولو سره دا څوکۍ ترلاسه کړه.
همداراز د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې ۱۹۳ غړو، د پاکستان، اوزبیکستان، نیبال، بولیویا او یو شمیر نور هیوادونه د دویم ځل لپاره درې کلنې دورې ته وټاکل.
نوي غړي به خپله نوې کاري دوره د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ میاشتې څخه پیل کړي.
د بشر حقونو شورا غړي د سیمو پر بنسټ ټاکل کیږي چې په ټوله کې له آفریقایي، آسیايي، اقیانوسیه، لاتینې امریکا، لویدیځې اروپا او یو شمیر ختیځې اروپا هیوادونو ۴۷ غړي په کې ګډون لري.
د بشر حقونو شورا د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو کمیسیون پرځای شوی او اصلي دنده یې، د بشري حقونو د فعالیتونو همغږي کول او د بشري حقونو د مسایلو په تړاو د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا ده.