د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپلو امریکايي او فرانسوي سیالانو سره په ټلفوني خبرو کې، برجام یوه لویه او ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه وبلله.
د تاس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف له خبل امریکايي سیال مایک پامپیو سره په ټلفوني خبرو کې، د ایران د هسته یي برنامې اړوند د حل لارې د موندلو او حالت د ارزولو په موخه، د آلمان او ایران په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د دایمي غړو هیوادونو د مشرانو د ناستې د ترسره کیدو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل فرانسوي سیال سره په خبرو کې د امنیت شورا د ناستې د ترسره کیدو اړوند د پوټین د نوي نوښت اړوند خبرې وکړې.
له بلې خوا، ویل کیږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د روسیې د ولسمشر له وړاندیځ څخه هرکلی کړی دی.