1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیې او فرانسې په قره باغ سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې

روسیه-و-ارمنستان-1
03 Oct 2020

دا په داسې حال کې ده چې د قره باغ پر سر د ارمنستان او آذربایجان پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي.

 

د ګزارشونو پر بنسټ، د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د ارمنستان له لومړي وزیر سره په ټلفوني اړیکو کې په قره باغ سیمه کې د پوځي نښتو د دوام له کبله اندیښنه ښودلې او د اوربند غوښتنه یې کړې.

د کرملین ماڼۍ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین په حواله ویلي چې د روسیې ولسمشر له ارمنستاني لوري سره په خپلې درییمې اړیکه کې، د دې کړکیچ د هواري لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو په بیا پیل ټینګار کړی او هوکړه یې هم کړې چې دې ناندرې د هواري لپاره د مرستې په موخه د دواړو هیوادونو اړیکې دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د آذربایجان او ارمنستان پوځیانو ترمنځ په څو ورځینۍ نښته کې، دواړو لوریو ته لوی مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.