1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیې ته د بلاروس د ولسمشر سفر

57710832_303 (1)
30 May 2021

د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د خپل هیواد د مخالفانو د اعتراضونو پر وړاندې د روسیې د ملاتړ غوښتونکی شو.

د کرملین ماڼۍ ویاند اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په تیرو ۴۸ ګړیو کې په سوچي ښار کې له الکساندر لوکاشینکو سره په خپله دویمه لیدنه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز د وروستیو ناندرو د هواري لپاره د مینسک پر ملاتړ خبرې کړې دي.

دیمیتري پسکوف زیاتوي چې د روسیې ولسمشر له خپل بلاروسي سیال سره په دې لیدنه کې همداراز دې هیواد ته د ۵۰۰ میلیون ډالري پور د ورکړې اړوند هم هوکړه کړې ده.

د بلاروس ولسمشر هیله مندي ښودلې چې د مسکو له سیاسي ملاتړ سره وکولای شي په خپل هیواد کې د اروپایي او لویدیځو هیوادونو د لاسوهنو په لړ کې د اعتراضونو څپو سره مبارزه وکړي.

پوټین مخکې له دې ویلي وو چې روسیه په بلاروس کې د حالت د خرابیدو په صورت کې، دې هیواد ته د ځواک استولو ته چمتو ده.