نن له غرمې وروسته، (دوه نۍ، د سلواغې ۷/جنوري ۲۷) یوې مسافر وړونکې الوتکې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې سقوط کړی دی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي چې دا پيښه نن له غرمې وروسته، ۱:۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي: دا الوتکه د ده یک ولسوالۍ په سدوخیل سیمه کې چې د ولسوالۍ له مرکز څخه ۳۰ کیلومتره واټن لري، رالویدلې ده. هغه سیمه چې دا پيښه رامنځته شوې ده د وسله والو مخالفینو په واک کې ده.
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي، چې لا روښانه نه ده چې دا الوتکه د کوم شرکت پورې تړاو لري، خو د پیښې سیمې ته سرتیري استول شوي دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، دې مسافر وړونکې الوتکه کې له ۸۰ ډیرې سپرلۍ وې.
تراوسه د دې پيښې لامل نه دی روښانه شوی.
آرزو نیوز