د جي اوه هیوادونو د خپلې ناستې په لومړنۍ ورځ اعلان کړی چې دا هیوادونه نیستمنو هیوادونو ته د کرونا یو میلیون ډوزه مرسته کوي.
د بریټانیا لومړي وزیر، بوریس جانسن چې هیواد یې د دې لویې ناستې کوربه دی، د خپلې وینا په ترڅ کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال ترپایه به دا واکسینونه لږو عاید لرونکو هیوادونو ته وویشل شي.
هغه دا ګام د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښه تګلاره وبلله.
د بریټانیا لومړي وزیر همداراز ډاډ ورکړ چې لندن له راتلونکو اونیو نیستمنو هیوادونو ته د واکسین د سل میلیون ډوزه د ورکړې بهیر پیلوي.
د اوو لویو اقتصادي او صنعتي هیوادونو مشرانو د کرونا ویروس د خپریدو وروسته د لومړي ځل لپاره په لندن کې په خپلې درې ورځینۍ ناسته کې په مهمو نړیوالو سکالو خبرې کوي.
آمریکا، آلمان، بریټانیا، فرانسه، ایټالیا، جاپان او کاناډا د دې ډلې غړي دي.