قیس سعید، په ټولو برخو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د عاملینو د نه بښل کیدو غوښتونکی شو.
د تونس د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دې هیواد ولسمشر د تونس له نوي لومړي وزیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا په ټولو برخو کې د اداري فساد پر وړاندې په مبارزې او د عاملینو په نه بښل کیدو ټینګار کړی.
د تونس د ولسمشرۍ په بیانیه کې راغلي، دواړو لوریو په بیلابیلو برخو او په ځانګړې توګه د کرونا پر وړاندې د مبارزې او له دې پلوه د تاوانونو، امنیتي شرایطو او له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی ارزولی دی.
مخکی هم داسې ګزارشونه خپاره شوي وو چې د تونس یو شمیر چارواکي او د دې هیواد مخکینی لومړی وزیر په مالي فساد تورن دي.