سرګیې لاوروف وایي، چې مسکو د جوبایډن د ادارې پرمهال د امریکا متحده ایالتونو په سیاست کې د بدلون اړوند شک لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د روسیې او د نړۍ د نورو هیوادونو پر وړاندې د امریکا سیاست به د ټاکلي ولسمشر په دوره کې هم بدلون ونکړي.
سرګیې لاوروف له ۹۰۰ کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په کلنۍ رسنیزه ناسته کې چې سږکال په پرلیکه بڼه ترسره شوه، وویل چې د واشنګټن بهرنی سیاست د روسې او چین مخنیوی دی چې دوام به ورکړي.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه چې مسکو د امریکا او روسیې ترمنځ د هسته یي وسلو د کمیدو تړون د غځولو اړوند د امریکا د نوي مشرتابه وړاندیځ ته په تمه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوې بله برخه کې وویل چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه هڅه لري چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له رامنځته شوي حالت څخه ګټنه وکړي چې د نړۍ د هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او فشار وروړلو ته زور ورکړي.